ټولنه

په جوزجان کې په سلګونو بزګرانو نغدي مرستې ترلاسه کړې

کابل /د لړم ٢٦مه /باختر
په جوزجان کې له ٣٠٠ وچکالۍ ځپلو بزګرانوسره نن نغدې پيسې وويشل شوې.
د جوزجان د کرنې او اوبو لګولو رييس قاري عبيد الله انصار باختر اژانس ته وويل، د وچکالې له امله د زيانمنو شويو بزګرانو د ستونزو د څيړنې په مقصد يې دغه بهير پيل کړى دى .
د جوزجان د کرنې او اوبولګولو رييس وويل چې د ماشومانود ملاتړد دفترپه شبرغان کې په هر بزګر ١٧١٦٠افغانۍ وويشل.
يوشمېربزګران چې دغه مرسته يې ترلاسه کړې ده وايي :چې په اوسنيوشرايطوکې دغه شان مرستوته جدي اړتيا ده او بايد دغه مرستې په نورو سيموکې هم دوام وکړي
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته