خبرونهټولنه

په جوزجان کې څه د پاسه سل کورنۍ له برېښنا څخه برخمنې شوې

کابل، د غبرګولي ۸ مه، باختر

د جوزجان مرکز شبرغان ښار د نوآباد قوچين په کلي کې د ۱۰۰ کليو واټه  ترانسفرمر په درولو سره سل کورنۍ له برېښنا څخه برخمنې شوې.

د جوزجان د برېښنا شرکت رييس عبدالجليل راسخ  باختراژانس ته وويل دغه پروژه د جوزجان د برېښنا شرکت له خوا د پنځه سوه زره افغانيو په لګښت او د خلکو په همکارۍ  ګټې اخستنې ته وسپارل شوه.

راسخ زياته کړه چې د دغه ترانسفرمر په  درولو سره په یاد کلي د برېښنا ستونزه هواره شوې ده.

له بلې خوا د جوزجان د برېښنا شرکت عملياتي مرستيال وايي، چې اوسمهال د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې د برېښنا پر يو شمېر نورو شبکو کار روان دى، چې په نږدې راتلونکي کې به يې چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته