کابل / د لړم ۱۶ مه / باختر
د خوست د امنیې قومندانۍ مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې یې څلور اجرتي قاتلان نیولي دي.
د دغه ولایت د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیر مولوي محمد صابر صابري باختر اژانس ته وویل چې دغه کسان د ځانګړو عملیاتو په پایله کې نیول شوي او دوسیې یې عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوې دي.
ن/ر