ټولنه

په دايکنډي کې اړو کورنيو مرسته ترلاسه کړه

کابل / د چنګاښ ۲۷مه / باختر
په دايکنډى کې پرون پر ۵٠٠ اړو کورنيو د مرستو د وېش بهير پيل شو.
د دايکنډي د کډوالو او راستنیدونکو چارو آمر محمد ابراهيم هاشمي باختر آژانس ته وويل چې دغه ریاست د همکارو موسسو په همکارۍ د وروستيو جګړو له بېځايه شويو کسانو سره چې له پاتو او کيتي ولسواليو څخه بې ځایه شوې او په امنو سيمو کې ځاى پرځاى شوې دي؛ خوراکي توکي ووېشل.
هغه زيات کړه چې په دې دوره کې پر هرې کورنۍ شپږ بورۍ ۴۶ کيلويي اوړه، ٣۶ ليتره غوړي، بسکوېټ، مالګه او دال نخود وېشل کېږي.
د دغې مرستې د وېش پر مهال د دايکنډي د والي مرستيال قربانعلي انصاري او نور مسوولین حاضر وو.
ختم-شکريه- ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته