روغتیا

په دې اوونې کې د پولیو واکسین کمپاین په ټول هیواد کې د ۹،۹ میلیونه ماشومانو د واکسین کولو په موخه پلي کېږي

کابل – دليندۍ ١٠مه /باختر
نن د پولیو پر وړاندی سراسري کمپاین د هیواد په ۳۴ ولایتونو کې د عامې روغتیا وزارت له خوا په لاره اچول کېږي چې د پنځو ورځو لپاره به دوام ومومي.
د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کمپاین کې د پنځو کلونو ښکته شاوخوا ۹،۹ میلیونه ماشومانو ته د پولیو ضد دوه څاڅکي واکسین او همدا راز د شپږ مایشتنی نه تر پنځه کلنی پورې ماشومانو ته ویتامین A ورکول کېږي.
دعامې روغتیا وزارت سرپرست او نوماند وزیر ډاکټر احمد جواد عثمانی وویل: له بده مرغه زموږ د روغتیايی کارکوونکو د هلو ځلو سره سره، بیا هم د هیواد په یو شمېر سیمو کې د امنیتی ستونزو له امله، ګن شمېر ماشومان په تېرو وروستیو کمپاینونو کې له واکسین څخه بې برخې پاتې شول چې په پایله کې د هغوی د بدن معافیت د پولیو ویروس په وړاندې کمزوری پاتې شو او یو شمېر ٍيې په تل پاتې فلج اخته شول.
زما غوښتنه د ټولنې له وګړو څخه او په تېره بیا د جګړې ښکیلو خواوو څخه داده چې د دې بدمرغه ناروغۍ په وړاندې د معصومو ګلالي ماشومانو د خوندي ساتلو په خاطر د پولیو ضد کمپاینونو په بریالي پلی کېدو کې زموږ د روغتیايي کارکوونکو سره مرسته وکړي ترڅو هیڅ ماشوم د دې ژوند ژغورنکي واکسین څخه بې برخې پاتې نشي.
د پولیو واکسین کارکوونکي له خپلو سیمو څخه د ټولنې مشرانو له خوا معرفی شوی دي او د لازمې روزنې د تر لاسه کولو وروسته په داوطلبانه توګه ماشومان د دې ناروغۍ په وړاندې واکسین او وقایه کوي. هغوی د ټولنې د با اعتماده وګړو څخه دي او په پوره ریښتینولي او ایمانداری خپله دنده پرته له کوم سیاسی، حزبی او نظامي ملحوضاتو مخ ته وړي.
د پولیو واکسین خوندی دی او هیڅ ډول ناوړه اغېزی نه لري. له پنځو کلونو څخه ښکته ټول ماشومان، که هغه ویده وي، ناروغ وي، نوي زېږیدلي وي او یا هم میلمه وي، باید د پولیو په وړاندې د کمپاین په هر پړاو کې واکسین شي. دغه واکسین د شرعي پلوه هم د دیني عالمانو له خوا په افغانستان او ټوله اسلامي نړۍ کې تائید شوی او تطبیق یې د ماشومانو د روغتیا د خوندي ساتلو لپاره حتمي او لازمي بلل شوی دی.
په کومو سیمو کې چې روغتیايي کارکوونکي د پولیو واکسین کور په کور ماشومانو ته د امنیتی ستونزو له امله نشي پلي کولای، له کورنیو څخه يې غوښتل کېږي چې خپل ماشومان نېږدې روغتیايي مرکز ته د واکسین کولو په خاطر یوسي.
افغانستان او پاکستان په نړۍ کې هغه دوه هیوادونه دي چې لاهم د پولیو مثبتو پېښو راپور ترې ورکول کېږي. په افغانستان کې د روان زېږدیز کال له پیله تر دی دمه ۵۶ ماشومان په فلج ناروغۍ اخته شوي چې ۳۸ پېښې له جنوبي حوزې، ۸ پېښې له لویدېزې حوزې، ۶ له سویل ختیځې حوزې، ۲ پېښې له ختیځې حوزې او یوه – یوه پښه هم د شمال او شمال ختیځو حوزو څخه راپور شوي دي. همداراز په پاکستان کې په روان زېږدیز کال د پولیو مثبتو پېښو شمېر تر دې دمه ۸۱ پېښو ته رسېږي.
پولیو یوه ویروسی ناروغی ده چې د ماشومانو د تل پاتې فلج او معلولیت لامل کېږي. د دې ناروغۍ ویروس د ناواکسین شویو ماشومانو له خوا خپرېږي او د هغوی او د نورو ماشومانو د اخته کېدو لامل ګرځي.
د عامې روغتیا وزارت تل د ديني عالمانو، د ټولنې مشرانو او مخورو څخه غوښتي چې د پولیو ټیمونو سره مرسته وکړي او کورنۍ دې ته وهڅوي چې خپل ماشومان د کمپاین په هر پړاو کې واکسین کړي.
په ټولېزه توګه د ماشومانو واکسین کول، د ماشومانو لپاره د یوه قوي او فعال معافیتي سیستم د رامنځته کېدو لامل کېږي او هغوی د پولیو په ناروغۍ د اخته کېدو څخه وقایه کوي.
پاى- سعيده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته