سیاست

حقايق منفي تبليغات تعبير نه کړي.

کابل- باختر د وږي دمياشتې ١٩
دپاکستان دصدراعظم دملي امنيت سلاکار سرتاج عزيز افغانستان ته له خپلې وروستى سفر څخه وروسته اعلام وکړ چې له کابل څخه يې غوښتى دى چې دپاکستان پرخلاف منفي تبليغات ونه کړي.دباختر اژانس خبريال ليکى: افغانستان هيڅکله دپاکستان پرخلاف منفى تبليغات نه دى کړى هغه څه چې په رسنيو کې خپريږي هغه حقيقتونه دي چې پاکستان هغه داسلام آباد پرخلاف منفي تبليغات بولى.
که چيرې دافغانستان رسنۍ طالبان دپاکستان په استخباراتو پورې اړونده ډله بولي آيا دا تبليغ دى . که چيرې دافغانستان مشرتابه له پاکستان څخه غواړي چې له خپل نفوذ څخه استفاده وکړي او طالبان دخبرو او سولې ميزته راولى داتبليغ دى.
که چيرې افغانستان او رسنۍ وايي چې پاکستان دسيمې په سياسي معاملو کې له طالبانو څخه دفشار والى په توګه استفاده کوي دا تبليغ دى .
که چيرې څيړونکې د طالبانو د پيدايښت، تمويلولو او سمبالولو ځاى پاکستان بولي دا تبليغ دى .
که چيرې کارپوهان طالبان او د بنسټپالنې کړى په سيمه کې دپاکستان داستخباراتو زيږنده بولي داتبليغ دى او په لسګونو نورې اقتصادي او ترانزيتي ستونزې چې پاکستان يې رامنځته کوي داټول تريخ حقيقتونه دي چې په سيمه کې دوام لري نو داد پاکستان دمشرانو کار دى چې په صادقانه ډول اعتراف وکړي چې تراوسه پورې دافغانستان دخلکو رښتينې دوست نه و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته