کابل، د غبرګولي ۱۱مه، باختر
د روزګان په مرکز ترینکوټ کي د الجهاد په نوم یوه لویه مدرسه پرانیسل شوه.
باختر آژانس د خبر له مخي، روزګان مرکز ترینکوټ کي د یوې لویې مدرسې پرانیسته وشوه، چي د دغه ولایت د مرستیال والي حاجي مزمل تر څنګ د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ مرستیال، د امر بالمعروف و نهی عن المنکر رئیس، د ښوونې او روزنې رئیس، ګڼ شمېر ادارو مسؤلینو، د دغه ولایت تکړه، استعداد لرونکو، جید او مشایخو عالمانو او طالب العلمائو برخه درلوده.
دغه مدرسه د امیر المومنین په ځانګړي احتمام د رزګان مرکز ترینکوټ کې د جوړه شوه چې د ۱۰۰۰ کسانو ګنجایش لري او نن د طالب علمانو پر مخ پرانیستل شوه.
یادو عالمانو په لومړي سر کې روزګاني ولس ته د دغې مدرسې د جوړېدو مبارکي وویله او دا یې د ویاړ او خوښۍ ځای وباله.
دا په داسي حال کې ده چې دغه ډول مدرسې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د امیرالمومنین په ځانګړي امر جوړېږي.
صدیقي