ټولنه

په روزګان کې د اوبولګولو یو کانال جوړ شو

کابل / د وري ۵ مه / باختر
په روزګان کې د اوبولګولو د يو کانال په جوړېدو سره د سلګونو جريبه ځمکې د اړتيا اوبه برابرې شوې.
دغه کانال د ۴٢٠ مترو په اوږدوالي د کليو د بيارغاونې او پراختيا وزارت د يو میليونو ۳۰۰ زرو افغانيو په لګښت د ترينکوټ ښار په مربوطاتو کې جوړ کړى دى.
د روزګان د کليو د بيارغاونې او پراختيا رياست يو مسوول باختر آژانس ته وويل چې د دغه کانال په جوړېدو سره څه دپاسه ۶٠٠ جريبه ځمکې ته اوبه برابرې شوې.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته