خبرونهټولنه

په روزګان کې سېلاو ځپلو کورنیو نغده مرسته ترلاسه کړه

کابل ، د چنګاښ ۲۵ مه ، باختر

د روزګان په مرکز او ولسوالیو کې د ورستیو سېلاوونو د راوتلو له امله ۲۴ تنه وژل شوي او په لسګونه کورونه ویجاړ شوي دي.

د باختر اژانس د خبر له مخي په یاد ولایت کې د مرکز ترینکوټ تر څنګ په چوره، ګیزاب، چنارتو او خاص روزګان ولسوالیو کې د ورستیو بارانو له امله سېلاوونه راوتلي چې لسګونه کورنه ویجاړ شوي او ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د یاد ولایت مقام د رسنیو برخې مسؤل پوهنیار وویل چي روزګان کې د راوتلو سېلاونو د قربانیانو سره د ولایت مقام له لوري نغدي مرسته شوې د نوموړي په خبره چي د هر شهید کورنۍ ته ۱۵۰۰۰ افغانۍ نغدې پیسې ورکړل شوې دي.

نوموړي همداراز وویل چي د لسګونو زیانمنو شویو کورنیو سره د سرې میاشتي له لوري د خیمو او لومړنیو توکو مرسته شوې چې د خاص روزګان او چنارتو ولسوالیو سروې لا جریان لري.

پوهنیار زیاته کړه چي یو شمېر نور مؤسسات د یادو سیمو د لیدولو لپاره تللي تر څو زیانمنو شویو کورنیو سره د خوراکي او غیری خوراکي توکو مرسته وکړي.

د یادوني وړ ده چې هېواد کې د ورستیو اورښتونو له امله زیات شمېر کورنیو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.

صدیقي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته