خبرونهټولنه

په زابل کې بدي په دوستي بدله شوه

 کابل، د غبرګولي ۱۴ مه، باختر

زابل کې ۲۷ کلنه بدي چي د يوې ښځې پر سر را منځته شوې وه؛ نن د بادام ګل ماڼۍ کې د قومي مشرانو، او دیني عالمانو په منځګړيتوب په دوستي بدله شوه.

دغه بدي (٢٧) کاله مخکې د دوه قومونو تر منځ د يوې ښځې پر سر رامنځته شوې وه چې له امله یې د يوه طرف څخه یو تن وژل شوی هم و، نن د قومي مشرانو او عالمانو له لوري د تل لپاره حل شوه.

د دې ولایت د ښار جوړونې رئیس ملا دادګل مسلم باختر آژانس ته وویل، چې دغه شخړه یا بدي (٢٧) کاله مخکې د نیازي او ولي خېل کوچي قومونو تر منځ د یوې ښځې پر سر رامنځته شوې وه چې بیا یې له امله يو تن وژل شوی هم و نن د عالمانو، قومي مشرانو او د شخړې اړخونه راټول شوي وو او د دواړو قومونو تر منځ یې د کلنو دښمني په دوستي بدله کړه.

یو دیني عالم مولوي نظر محمد وویل چې اسلام سپیڅلی دین ټولو انسانانو او په ځانګړي ډول خپلو پیروانو ته، د ټولنې پر جوړولو او سوکاله ژوند ټینګار کړی، ځکه چې انسان یو ټولنیز مخلوق دی او له اجتماع پرته ژوند نشي کولی، په یوازې ځان د خپلو اړتیاوو پوره کولو وس او توان  نلري.

په ورته وخت کې د شخړې اړخونه د دوی له فیصلې څخه خوشحاله دي او وایي  امکان یې درلود چې یاده شخړه نوره هم زیاته شوې وای، خو اوس د مشرانو او عالمانو په منځکړیتوب حل شوه او دوی به فیصلې ته پوره احترام ولري.

صدیقي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته