ټولنه

دفراه ولايت په څو ولسواليو کې دپرمختيايي پروژو پرانستل .

کابل باختر د ثور شپږ ويشتمه :
سيمه ئيزو مسوولينو په فراه ولايت  دشپږديرشو مليونو ډالرو په ارزښت  دساتنې او څارنې دڅو پروژو دپرانستلو خبرورکړ .
دفراه ولايت  مرستيال محمد يونس  رسولي  دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه پروژې  دکليو دبيا جوړولو او پراختيا وزارت دملي پيوستون  دپروګرام له خوا دپرمختيايي  شوراګانو له لارې دفراه ولايت په پنځو ولسواليو او ددغه ولايت په مرکز کې پلې کيږي .
ده وويل چې په دغو پروژو کې دشپږ ديرشو مليونو امريکايي ډالرو په ارزښت  دښوونځيو ترميمول او څارنه دپلګوټو جوړول او په سړکونو کريړ اچول شامل دي .
دفراه دوالي وياند زياته کړه چې دغه  پروژې  ددغه ولايت دپنځو ولسواليو او دمرکز په مربوطاتو کې بشپړې  شوې دي .
  ديادونې وړ ده چې دساتنې او څارنې پروژې د کليو دبيا جوړولو اوپراختيا رياست دملي پيوستون  يوه ډيره ښه پروژه ده چې په سلو کې اويا خلک په مستقيمه توګه پکې ونده اخلي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته