کابل، د چنګاښ ۹ مه، باختر
د زابل په مرکز کلات کې د لسو لوبډلو ترمنځ درې ورځې وړاندې د کرکټ سیالۍ پيل شوې دي.
دغه سیالۍ د زابل د کرکټ بورډ آمریت په نوښت او د یونیسف په مالي ملاتړ د دغه ولایت د لسو لوبډلو ترمنځ پيل شوې.
د زابل والي سلیمان آغا بهیر وايي، چې ولایتي اداره د ټولو ورزشکارانو بشپړ ملاتړ کوي او پر ورزشکارانو یې غږ وکړ چې د هېواد د آبادۍ او پرمختګ لپاره کار وکړي او د ورزش په ډګر کې دې هېواد ته ویاړونه راوړي.
د زابل د کرکټ بورډ آمر محبوب محبت وویل چې دغه سیالۍ د یونیسف په مالي ملاتړ د ځوانانو ترمنځ د یووالي او د ورزش د ودې په موخه پيل شوې.
په ورته وخت کې زابلي لوبغاړو له ټولو سوداګرو او کورنیو او بهرنیو خیریه بنسټونو غوښتنه وکړه چې د پکتیکا او خوست ولایتونو له زلزله ځپلو هېوادوالو سره لازمې او بېړنۍ مرستې وکړي.
س.صدیقي