کابل، د چنګاښ ۲۴ مه، باختر
د زابل په دایچوپان ولسوالۍ کې پرون پر ۴۷۰ سېلاوو ځپلو کورنیو خوراکي او غیر خوراکي توکي ووېشل شول.
په زابل کې له طبعي پېښو سره د مبارزې رييس ملا محمد رضا خالد باختراژانس ته وويل چې دغه رياست د زابل د دايچوپان ولسوالۍ پرهغو ٤٧٠ کورنيو خيمې، اوړه، وريجې او نور اړین توکي ووېشل چې په وروستيو سېلاوونو کې يې کورونه او کروندې له لاسه ورکړې دي.
هغه زياته کړه، چې د زابل ولايت له طبيعي پېښو سره د مبارزې رياست له دې مخکې هم د دغه ولايت په اټغر او شملزو ولسواليو کې له طبيعي پېښو څخه په زیانمنو شویو کورنيو خوراکي او غير خوراکي توکي وېشلي وو.
ع