قلات باختردوري دمياشتې ٢٥نيټه :
شپږ تنه وسله وال طالبان د پوځيانو په بريد کې ووژل شول .
د رارسيدلو خبرونوله مخې ؛ يوې ډلې وسله والوطالبانو غوښتل څو د پوځيانو په کاروان بريد وکړي خو د سرتېرو له خوا پرې ډزې وشوې.
د اتل قول اردو يوه قوماندان باخترآژانس ته وويل د پوځيانو په دغه بريد کې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
د دغې نښتې په پاى کې د طالبانو جنګي وسايل او موټرسايکل هم د پوځيانو لاسته ورغلي دي.
د يوبل خبرله مخې ؛ په زابل ولايت کې د يولړ چاودنو مخه ونيول شوه .
امنيتي مامورانو نن سهار د دغه جنوبي ولايت په ګڼ ميشتو لارو کې شپږ ماينونه کشف اوشنډ کړي دي.
د زابل د پوليسو يو مقام وايي چې طالبانو غوښتل څو ددغو ماينونو په ښخولو سره مرګاني بريدونه ترسره کړي.
ده وويل ؛ دغه ماينونه د سيمې د خلکو په همکارۍ سره کشف او شنډ کړاى شول. پاى سعيده ذ
0 1 دقیقه لوستل