-کابل باختر دليندۍ درې ويشتمه :
په هلمند ولايت کې د طالبانو او د افغان ځواکونو ترمنځ جګړه کې اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول او اووه تنه نوريې ټپيان شول .
د هلمند د والي وياند عمر ځواک باختر آژانس ته وويل: دغه جګړه تېره شپه د هلمند ولايت د نهر سراج ولسوالۍ په مربوطاتوکې هغه وخت ونښته چې يوې ډلې طالبانو د دغې ولسوالۍ په چرخ انداز ساحه کې د پوليسو په پوستې د بريد نيت درلود چې د افغان ځواکونو له خوا په شا وتمبول شول.
خبرځاى وويل: د دغې جګړې په بهيرکې اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول او اووه تنه نوريې ټپيان شول .
خبرځاى زياته کړه: په وژل شويوکسانوکې د وسله والو طالبانو مشهور قوماندان الفت هم شامل دى.
ده زياته کړه: د دغې جګړې په بهيرکې د وسله والو طالبانو يوه اندازه جنګي وسايل هم د پوليسو لاس ته ورغلي دي .
2 1 دقیقه لوستل