خبرونهروغتیا

په زابل کې لسګونه کسان په ناپېژندل شوې ناروغۍ اخته شوي دي

کابل، د غوايي٢٨مه، باختر

د زابل روغتیايي چارواکي وايي، چې د دغه ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې ناپېژندل شوې ناروغۍ خپره شوې چې د ماشومانو په ګډون یو زيات شمېراوسېدونکي پرې اخته شوي دي.

د زابل د عامې روغتیا رییس عبدالحکیم حکیمي رسنیو ته وویل چې  د شاجوی ولسوالۍ په شیخال کلي کې لسګونه ماشومان او لویان په دې ناروغۍ اخته شوي دي.

هغه زياته کړه، چې د زابل روغتيايي کارکوونکو د یادې ناروغۍ د کنټرول لپاره اقدام کړى او هغو سيمو ته يې روغتيايي ډلې لېږلي، چې دغه ناروغۍ خپره شوې ده.

د زابل د عامې روغتیا رئیس وايي، تر اوسه د شاوخوا ۱۰۰ تنو ناروغانو درملنه شوې او د ۲۰ نورو روغتیايي وضعیت نازک دی.

هغه وويل چې دغه ناروغۍ تر اوسه مرګ ژوبله نه لري، خو بيا هم روغتيايي ټيمونه يې بېلابېلو سيمو ته استولي تر څو د خپرېدو  مخنيوی یې وشي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته