امنیت

په زابل کې څلورو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل / د وري ۲۵ مه / باختر
د زابل امنیتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په سیوري ولسوالۍ کې افغان هوايي ځواکونو پر وسله والو طالبانو بریدونه کړي دي.
په زابل کې د ملي اردو د دویمې پلې لوا قوماندان ډګروال سید بابا منصوري وایي چې افغان هوايي ځواکونو تېره شپه د سیوري په بورکې او ملایانو سیمو کې پر طالبانو بریدونه وکړل چې په پایله کې یې یو طالب وژل شو او درې نور یې ټپيان شول.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته