سیاست

د مشرانو جرګې د سولې له طرحې څخه ملاتړ وکړ

کابل باختر د کب دمياشتې ٢٠ مه
د فضل هادي مسلم يار په مشرۍ د مشرانوجرګې په غونډه کې د حکومت د سولې له طرحې څخه ملاتړ او هرکلی وشو.
د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې سناتورانو د حکومت د سولې طرحه چې د کابل په پروسه کې د جمهور ريېس محمد اشرف غني له خوا وړاندي شوه جامع، هر اړخيزه او د محتوا ډکه وګڼله او له دې څخه د ملاتړ تر څنګ، ټينګار وشو چې بايد وسله وال طالبان د دغه طلايي فرصت څخه ګټه پورته او د سولې له بهير سره يو ځای شي ځکه چې جګړه او وينه تويول د حل لار نه ده؛ خو يو شمېر نورو سناتورانو په داسې حال کې چې سوله يي د افغان ملت يوه اساسي اړتيا وبلله،وويل له هغه وخته چې د افغانستان حکومت د سولې طرحه وړاندې کړې، طالبانو له سولې سره هيڅ دلچسپي نه ده ښودلې؛ بلکې دهیواد دخلکو په وړاندي يي دخپلو بادارانو په اشاره، وحشت او ويرې خپرولو ته دوام ورکړی، څرنګه چې په دې وروستيو کې د سیاسي شخصيتونو د وژنو سربېره يې په کابل ښار کې ځانمرګي بريدونه په لاره اچولي او فراه او کندز ولايتونو کې يې څو تنه دامنيتي ځواکونومنسوبین په شهادت رسولي او بايد حکومت د دغه تروريستي ډلې په وړاندې چې کنټرول او اداره يې د پردي هېواد په واک کې ده؛ د زاریو په ځای، په قاطعيت سره سياسي او پوځي مبارزه ګړندۍ او جدي کړي.
په غونډه کې يو شمېر سناتورانو د غزني ولايت قرباغ ولسوالۍ کې د شيرآباد او نيختې کليو کې د خلکو داختلافونو او د دې د منفي اغيزو څخه اندېښنه څرګنده کړه، ويې ويل کوم پلاوی چې په دې موخه استول شوى د کړکيچ د کمښت لپاره يې هیڅ مثبتې پايلې نه درلودې او بايد حکومت ژر تر ژره د دې اختلافونو دحل لارې چارې ولټوي چې له دې پرته به دا منازعه ناوړه پايلې ولري.
دغه راز په غونډه كې د مجلس غړو يو ځل بيا د امنيتي او دفاعي ځواكونو څخه خپل ملاتړ څرګند كړ، د دوى د سرښندونو او زړه ورتياوو د ستایلو تر څنګ يې، څرګنده کړه چې د ژمي موسم د تیریدو په حال کې دی؛ خو په دې موسم کې د پام وړ چاڼيز عمليات نه دي ترسره شوي هغه سيمې چې په لوړ امنيتي ګواښ كې دي مسوول امنيتي ارګانونه بايد د ګرمۍ د موسم تر راتګ پورې، يادې سيمې په منظمو چاڼیزو عملياتو  سره  له ويره اچوونكو څخه پاکې او تروريستان دې د ځمكې او هوا له لارې وټکوي ترڅو د ملكي او پوځي تلفاتو مخه ونيول شي .
د مشرانو جرګې غړو د مارچ اتمه د ښځو د نړيوالې ورځې له امله ټولو مېرمنو او په ځانګړې توګه د هېواد کړيدلو مېرمنو ته مبارکي وويله، ټينګار يې وکړ چې بايد د ښځو او ماشومانو پر وړاندې د تاوتريخوالي د له منځه وړلو او د دوی د غوره روزنې د څرنګوالي په موخه ګټور او کوټلي ګامونه پورته شي تر څو د ټولنې د دغي برخې پر وړاندې د تاوتريخوالي مخه ونيول شي.
په غونډه کې ځينو سناتورانو په داسې حال کې چې په خپل وخت د ښوونکو د معاشونو په نه اجرا نيوکه کوله، وويل په نږدې راتلونکې کې د ښوونځيو درسونه پيليږي؛ خو تر اوسه هم په ښونځیو کې د مسلکي ښوونکواوکتابونو د کمښت، ميز، څوکۍ او نورو درسي وسایلو په ګډون ګڼې ستونزې موجودې دي او د ښوونکو غوښتنه چې د بست له لارې د معاش اجرا ده، تر اوسه نده حل شوې.
په پارلمان کې د کندهار د استازو په اړه د ناقص رپوټ د خپراوي له امله په آشنا راډيو باندې نيوکه، د اداري اصلاحاتو په ازموينو کې د لوړو زدکړو وزارت د بوختيا له امله د کانکور ازموينې د ترسره کولوپه ځنډ باندې نيوکه، د انټرکانټيننټال هوټل او صدارت څلور لارې پېښو څخه د اړوندو ارګانونو د رپوټونو په خپراوي ټينګار، سعودي عربستان کې د افغان کډوالو د ستونزو یادونه، د مارشال محمد قسيم فهيم د مړيني د څلورمې کليزي او د عبدالعلي مزاري د وژنې د درويشتمې کليزې يادونه، د ګرديز- څمکنۍ، زرمت- پکتيکا، غزني- پکتيکا، فارياب- جوزجان د لارو په اوږدو کې ناامنۍ او همدا رازد بدخشان، کندز، فراه، تخار، فارياب ولايتونو او نورو سيمو کې د ناامنيو او په يادو سيمو کې د چاڼيزو عملياتو په پيل ټينګار، د يو شمېر سياسيون په خبرو نيوکې، د هېواد په داخل کې د تاپي پروژې د کار پرانیستې څخه هرکلى، د کب د نهمې د امنيتي ځواکونو د ملي ورځې څخه يادونه، د روزګان ولايت په چورې ولسوالۍ کې د سیمه ایزوپولیسواو ملې پولیسو د قوماندانانو ترمنځ په جنګ باندې نيوکه او د مسوولو ارګانونو له خوا د موضوع په څېړنو ټينګار، په ګڼ مېشتو ولايتونو کې د حاجيانو د ونډې زياتوالی، دنړيوالې ټولنې له خوا د هېواد په دننه کې د ترهګرو او د دوی د مشرانو په لمنځه وړلو باندي ټينګار او ځينې نور مسايل وو؛ چې د نن ورځې په غوڼده کې مطرح شول.
د دغو مواردو په جمع بندۍ کې د مشرانوجرګې رئيس د سعودي عربستان د الشورا مجلس د رئيس له بلنې څخه يادونه وکړه او ويې ويل، ټاکل شوې د مجلس څخه یو پلاوى ياد هېواد ته سفر وکړي او له اړوندو چارواکو سره په افغانستان کې د سولې د ټينګښت او ځينو نورو اړوندو مواردو په اړه خبرې اترې وکړي.
فضل هادي مسلم يار طالبانو سره د سولې لپاره د کابل پروسې کنفرانس کې د جمهور ريېس له طرحې څخه ملاتړ وکړ او زياته يې کړه، د تل پاتې او باعزته سولې ټينګښت د افغان ولس د جدي اړتياو څخه شمېرل کيږي او بايد په دې لاره کې د تيرو کلونو لاسته راوړنې او د امنيتي زړه ورو ځواکونو سرښندنې په پام کې ونيول شي.
د غونډي رئيس زياته کړه د افغانستان حکومت په دې کنفرانس کې د بهرنيو استازو په شتون د سولې خبرو اترو د پيل په اړوند زيات امتيازات طالبانو ته وړاندې کړل؛ خو په خواشينۍ سره تر اوسه وسله والو مخالفانو نه يواځې مثبت ځواب نه دی ورکړی؛ بلکې د افغانستان په بېلا بېلو څنډو کې يې دعالمانو، ملکي او پوځي افرادو په وژنو لاس پورې کړی، اړتيا شته چې وسله وال مخالفان له دې فرصته لازمه ګټه واخلي او له جګړې لاس په سر او د سولې له بهير سره يو ځای شي.
د مشرانوجرګې ریيس پاكستان مخاطب كړ او زياته يې كړه كه د هغه هېواد مسوولين د يوه باثباته افغانستان او د خپل هيواد د آرامۍ غوښتونكي وي، باید د تروريستانو د تمويل او تجهيز څخه لاس واخلي او هغوى وهڅوي ترڅو خبرواترو ته چمتوشي او روښانه يې كړه چې د امريكا متحده ايالات هم بايد د افغانستان د سولې په هكله صادقانه هڅې وكړي او دوه مخى سياست دې پرېږدي؛ ځکه چې د افغانستان خلک د كلونو راهيسې د تپل شوي او استخباراتي جكړې ښكار شوي دي.
په پای کې د مجلس رییس د دي تر څنګ چې د هېواد د مېرمنو د مبارزو او هڅو يې ستاينه کوله د مارچ د اتمې نيټې له امله يې مبارکي وويله او  هيله يې څرګنده کړه چې له دې ورځې دې سمبوليکه نمانځنه ونشي؛ بلکې حکومت دې د ښځو د ژوندانه د ښه کیدو په موخه عملي او جامع ګامونه او پروګرامونه په پام کې ونيسي.
همدا راز په غونډه کې د روغتيا قانون د لومړۍ ګڼې ضميمه، د تقنيني اسنادو د خپراوي او انفاذ مرحلو د طي کولو قانون، د ټولنو، اعتصابونو او لاريونونو قانون په اړه تقنيني فرمانونه او د ايکو اقتصادي همکاريو سازمان د پارلماني مجمع د منشور تصديق غونډې ته معرفي او د مطالعې او تدقیق په موخه اختصاصې کمېسيونونو ته راجع شول.
د غونډې په پاى کې سناتور ګل احمد اعظمي د فراه، عبدالطيف نهضت يار د نورستان او حاجي محمد حنيف حنفي د روزګان ولايتونو څخه د امنيتي، ټولنيز، سياسي او اقتصادي وضعيت په اړه رپوټونه وړاندې کړل چې د ژمنيو رخصتيو په جريان کې یې برابرکړي وو، ټاکل شوې د دې رپوټونو بشپړ جزئيات د کمېسيونونو د خبرونو په رديف کې خپاره شي.پاى _ ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته