کابل / د وري ۱۲ مه / باختر
په سرپل کې سلګونو کورنیو ته د لومړي ځل لپاره د څښاک اوبه برابرې شوې.
د اوبو رسولو د دوو شبکو په جوړېدو سره د سانچارک ولسوالۍ د کلیو اوسیدونکو ته د څښاک اوبه برابرې شوې.
د سرپل والي محمد یعقوب عبدالرحمن اکه په سانچارک ولسوالۍ کې د اوبو رسولو د دغو دوو شکبو د پرانیستلو په مراسموکې وویل چې دوی هڅه کوي چې د زیربناوو په جوړولو او د پروژو په پلي کولو سره ښاریانو ته ښه خدمات وړاندې کړي.
هغه د سرپل له اوسېدونکو وغوښتل چې د یادو شبکو څخه ښه ساتنه وکړي.
د سرپل د کلیو، بیا رغاونې او پراختیا رییس باخترآژانس ته وویل چې د دغو شبکو په جوړولو کې نږدې ۴ میلیونو ۳۰۰ زره افغانۍ لګول شوې دي.
د دغو شبکو په جوړېدو سره په سانچارک ولسوالۍ کې ۷۸۱ کورنیو د لومړي ځل لپاره د څښاک اوبو ته لاس رسی وموند. ع