ټولنه

په سمنګانوکې لسګونوبېځايه شويوکورنيو مرستې ترلاسه کړې

کابل /د لړم ٢٢مه /باختر
د اکتيد خيريه موسسې په سمنګانوکې له ٥٧ بېوزلو کورنيوسره اته سوه زره افغانۍ مرسته وکړه .
په سمنګانوکې د اکتيد د دفترمسوول انجنير حميد الله رحماني باختراژانس ته وويل چې د اکتيدموسسې په ٥٧ کورنيو چې د وروستيو جګړو له امله له خپلوکورونوڅخه بېځايه شوي و، مرسته وکړه.
هغه وويل: پخوا د مصيبت ځپلو کورنيو د پېژندلو لپاره يوهيئت د ولايت د مشرتابه اود نوروبڼستونوله خوا موظف شوې و د ايبکو ښار د ائينچه د کلي اوسيدونکى عبدالواحد باختراژانس ته وويل چې د اکتيد موسسې له ما سره ١٤٠٠٠ افغانۍ مرسته وکړه چې په دې پيسو سره کولاى شم تر يوې اندازې پورې خپلې ستونزې حل کړم.
په همدې حال کې د سمنګانو د اقتصاد رييس محمد عاظم هاشمي له دغو اړو کورنيو سره د مرستو په خاطرمننه وکړه او ويې ويل چې دغه مرستې د دغوکورنيو يولړستونزې لرې کوي.
هغه له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې له اړوکسانوسره دې مرسته وکړي.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته