ټولنه

په سمنګانو کې دوه تنه په ترافيکي پېښوکې ووژل شول

کابل /د لړم ٢٦مه /باختر
په سمنګانوکې ٢ تنه په دوو ترافيکي پېښو کې ووژل شول او٢ تنه نور ټپيان شول.
دغه پېښې پرون نا وخته د پلخمري – ايبکو ښار د تګلوري د رباطک په ساحه کې له بار وړونکو موتر سره د دوو ګړندي موترو د ټکر له امله رامنځته شوي.
ويل کېږي چې په دغو پېښو کې ٢تنه وژل شوي کسان د بغلان د کرنې او اوبولګولو رياست کارکوونکي دي .
د بغلان د کرنې او اوبولګولو رييس جند الله فاروق نظري له باختراژانس سره په اړيکه کې په پرونۍ ترافيکي پېښو کې د دغه رياست د اداري مدير اود موټرچلوونکي وژل کېدل تاييد کړ.
په همدې حال کې د ترافيکومسوولينو د موټرو د چلوونکو بې احتياطي او ګړنديتوب د دغو ترافيکي پېښو اصلي علتونه وبلل .
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته