امنیت

په کونړ کې دديارلسو تنو ډار اچوونکو وژل کيدل

کابل باختر د وږي پنځه ويشتمه :
١٣ تنه ډار اچوونکي په کونړ ولايت کې له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول
په دغو ډار اچوونکو تيره شپه په نارې ولسوالۍ کې هغه وخت بريد وشو چې غوښتل يې  ديوې امنيتي پوستې يرغل  وکړي .
دهېواد په ختيځ کې دملي اردو يوه جګپوړي  قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دې جګړه کې  دشپږو تنو پاکستانيانو په ګډون ١٣ تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ده وويل په دغو ډار اچوونکو په نارې ولسوالۍ کې  په يوې امنيتي پوستې  ددوى له  يرغل مخکې بريد وشو .
ويل کېږي  په دې جګړه کې سرتيرو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .
په يوبل خبر کې  ويل شوي دي چې امنيتي مامورينو دکونړ ولايت له  ګڼ ميشتو لارو څخه  شپږ ماينونه کشف او شنډ کړل .
دهېواد په ختيځ کې امنيتي مقامات وايي  چې وسله والو طالبانو غوښتل  ددغو ماينونوپه ښخولو سره  په ملکي وګړو خونړي بريدونه وکړي .
  ختم_ ج  _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته