امنیت

په سمنګانو کې ٢تنه د غلا په تور ونيول شول

کابل/ دمرغومې ۴مه باختر
د سمنګانو ولايت امنيتي ځواکونو دوه تنه په دغه ولايت کې د غلا او د نشه يي توکو د استفادې په تور ونيول.
د سمنګانو ولايت د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول منير رحيمي د باخترآژانس خبريال ته وويل چې د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ د لومړۍ امنيتي حوزې ځواکونو ٢تنه د نشه يي توکو د استفادې او د دوکانو نو د غلا په تور د ايبکوښار د قوش اسياب له ساحې ونيول.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته