کابل، د زمري ۵ مه، باختر
د سمنګانو امنیتي مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې یې ۵۸ تنه د جنايي جرمونو په تور نیولي دي.
د سمنګانو د امینې قومندانۍ د مطبوعاتو مسوول منیر رحیمي د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل چې ۵۸ تنه یې د قتل، د وسایطو د غلا، جنسي تېري، شراب څښل جعل کارۍ او داسې نور جنايي جرمونو په تور نیولي دي.
ع