ټولنه

په شبرغان کې يوشمېر معلولينو زده کړې وکړې

کابل /دغبرګولي لومړى /باختر
په جوزجان کې يوشمېرمعلولينوله زده کړې وروسته تصديق ليکونه ترلاسه کړل.
په جوزجان کې د سويډن کمېټې د خاصوتعليماتو آمر نورالدين کمال باختراژانس ته وويل چې دغومعلولينو د جوزجان په مرکزشبرغان ښار کې د ځانګړو تعليماتو له زده کړې وروسته تصديق ليکونه ترلاسه کړل.
هغه وويل چې له ١٠ کلونو راپديخوا څه ناڅه ٢٦٧کڼواو ړاندو ماشومانو په دغه ولايت کې د سويډن کمېټې د اختصاصي زده کړو په برخوکې له درې کلنې زده کړې وروسته د شبرغان ښار ښوونځيوته معرفي شول.
هغه زياته کړه چې د کڼو او ړندوماشومانو د ښوونيزو چارو د پراختيا په خاطر ټاکل شوې ده د کار اوټولنيزو چارو د وزارت په همکارى د شبرغان ښارکې يوښوونځي جوړ شي.
ختم-ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته