امنیت

په غزني کې دوه تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

– کابل / د سلواغې ٢۷ مه / باختر
په غزني کې د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو دوه تنه د بېلابېلو جرمونو په تړاو ونیول.
د غزني د رسنیو له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې یاد کسان د غلا او نشه يي توکو د پلور په تړاو نیول شوي دي.
سرچینه زیاتوي چې له نیول شوي غل څخه یوه غالۍ، یو ټلوېزیون او د کور نور غلا شوي توکي هم ترلاسه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دغو وروستیو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د غلو شمېر ورځ تربلې د زیاتېدو په حال کې دی.
مدني فعالان وايي چې وزګارتیا او په نشه يي توکو روږدي کېدل هغه لاملونه دي چې خلک یې غلا ته اړ کړي دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته