خبرونهامنیت

په غزني کې د موټر بم د بريد طراح ووژل شو

– کابل – دليندۍ ١٠مه /باختر
په غزني کې د موټر بم د بريد طراح تېره شپه په دغه ولايت کې له خپلو ٧ ملګرو سره ووژل شو.
د باخترآژانس د خبر له مخې؛ د غزني امنيتي ماموران وايي چې د حمزه وزيرستاني په ګډون ٨ وسله وال طالبان د دغه ولايت دګيرو ولسوالۍ په علي شير خېلو کلي کې د هوايي ځواکونو په بريد کې ووژل شول.
حمزه وزيرستانى په غزني کې د پروني موټر بم د بريد طراح په نوم ياد شوى دى.
دغه بريد په غزني کې د کوماندو کنډک په وړاندې وشو چې دېرش تنه پوځيان شهيدان او په لسګونو نوريې ټپيان شول.
ختم_شکريه_اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته