خبرونهامنیت

په غزني کې پاکستان ته د وسلې د قاچاق په تور درې تنه ونیول شول

کابل ، د ثور ۲۶ مه ، باختر

د افغانستان اسلامي مارت د کورنیو چارو وزارت وايي چې په غزني کې پاکستان ته د وسلې او مهماتو د قاچاق په تور درې تنه نیول شوي دي.

یاد وزارت ویلي چې امنیتي ځواکونو د غزني په قرباغ ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړي چې په پایله کې یې درې تنه چې په یوې لارې کې یې وسلې او مهمات ځای پر ځای کړي وو، ونیول. سرچینه زیاتوي چې ترلاسه شوې وسله او مهمات پاکستان ته قاچاق کېدل.

دا په داسې حال کې ده چې دې وړاندې هم د اسلامي امارت ځواکونو د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې پاکستان ته د وسلې د قاچاق په تور لسګونه تنه نیولي وو.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته