خبرونهامنیت

په غورکې دوه تنه د نشه يي توکو د پلورنې په اړوند ونیول شول

 کابل / د سلواغی / ۷ / باختر

په غور کې امنیتي ځواکونو پرون ۲ تنه د نشه يي توکو د پلورنې په اړوند ونیول.

د غور د امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر آمرعبدالرحمن بدري د دغه خبرپه تاییدولوسره باخترآژانس ته وویل چې امنیتي منسوبینو دغه کسان یې د دغه ولایت په تیورې ولسوالۍ کې د یو لړعملیاتو په بهیرکې ونیول.

هغه وویل چې له دغو افرادو څخه تحقیقات دوام لري.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته