ټولنه

په غور او دايکنډي کې نوی ښوونیز کال پيل شو

کابل / د وري ۳ مه / باختر
په غور کې د ١۴٠٠ نوی ښوونیز کال نن د ښوونځي د زنګ په وهلو سره پيل شو.
د باختر آژانس د سيمه یيز خبريال د خبر له مخې؛ د ښوونځي زنګ د غور والي نورمحمد کوهنورد په داسې حال کې چې جګپوړي پوځي او ملکي مقامات، د دولتي ادارو رييسان، فرهنګيان، د پوهنې استادان، کارکوونکي او د زده کوونکو مشران حاضر وو؛ د دغه ولايت د پوهنې په رياست کې وواهه.
د غور والي هيله وکړه چې په نوي لمريز کال کې په هېواد کې دايمي سوله او ثبات ټينګ شي چې ماشومان وکولاى شي ښوونځيو ته لاړ شي او په راتلونکي کې خلکو او هېواد ته خدمت وکړي.
د غور د پوهنې رياست سرپرست ميراحمد حسيني په دغه ولايت کې د ښوونې او روزنې حالت د ښه والي لپاره د خپلو هلوځلو يادونه وکړه.
د يو بل خبر له مخې:
د ١۴٠٠نوی ښوونیز کال په دايکنډي کې په رسمي ډول پيل شو.
د دايکنډي والي په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوه، هيله وکړه چې نوی ښوونیز کال له جګړې او وينې توييدنې پرته او د برياليتوبونو ښه کال وي.
ختم-ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته