کابل، دغبرګولي٢٣مه، باختر
د غور ولايت د مرکز فيروزکوه ښار د لښکر راه په کلي کې د اوبو رسولو د يوې شبکې د جوړولو عملي کار پيل شو.
د دغه ولايت د کليو د بيا رغونې او پراختيا سرپرست انجنیر عبدالمنان محبوبي وويل چې د اوبو رسولو دغه شبکه د يونیسف په مرسته جوړيږي، چې په جوړولو سره به يې د غور د مرکز لښکر راه د کلي سلګونو خلکو ته د څښاک اوبه برابرې شي.
د يادونې وړ ده چې ياده پروژه د خلکو د ونډې په ګډون د يونیسف موسسې په مرسته د نږدې ٩۰۰ زرو افغانيو په لګښت د کليو د بيا رغونې او پراختيا وزارت د اوبو رسولو او د کليو د روغتيا ساتنې د ملي پروګرام له لارې تطبيقيږي.
\ ذ