کابل/ د وري٦ مه / باختر
د ( داکار او اکتيد) موسسو او د ماشومانو د ملاتړ مرستندوی دفتر په فاریاب کې پر٢٩١ کورنیو نغده مرسته ووېشله.
د فارياب د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رييس مولوي سيف الدين جهادي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په مرسته کې پر هرې کورنۍ ۲۸ – ۲۸ زره افغانۍ ووېشل شوې.
د يو بل خبرله مخې؛ د فارياب په مرکز ميمنې ښار کې اکتيد موسسې له ٢٧ بې ځايه شويو کورنيو سره نغده مرسته وکړه او پر هرې کورنۍ یې ۳۲- ۳۲ زره افغانۍ ووېشلې.
د فارياب د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رييس وويل چې دغه مرستې د بې ځايه شويو کورنيو لپاره بسنه نه کوي او له مرستندویه بنسټونو څخه یې وغوښتل چې له بې ځایه شویو کورنیو لا ډېرې مرستې وکړي.
\ ذ