امنیت

اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل باختر د وري  دمياشتې  ٢ :
اووه تنه وسله وال طالبان په فارياب ولايت کې له پوځيانوسره دجګړې په بهيرکې ووژل شول.
دغه جګړه پرون ناوخته  په المار ولسوالۍ  کې هغه وخت رامنځته شوه  چې  يوې ډلې وسله والو  طالبانو  دپوځيانو په  ګزمې بريد وکړ.
په  فارياب ولايت کې دسيمه ييزو پوليسو يو قوماندان باخترآژانس ته وويل:
  په دې جګړه کې  دطالبانو ديوه سرګروپ  په ګډون  اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
ويل  کيږي په دې جګړه کې سرتيرو اودسيمې خلکو ته زيان نه دى اوښتى .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيانو په فارياب ولايت کې   ديولړ چاودنو مخه ونيوله .
درارسيدلو خبرونوله مخې ؛ دملي اردو او دملي پوليسو ځواکونو شپږ ماينونه چې دفارياب ولايت په ګڼ ميشتو سيمو کې دطالبانو له خوا ښخ کړاى شوي و ، کشف اوشنډ کړي دي .
پوځي مقامات وايي چې طالبانو غوښتل ددغو ماينونو په ښخولوسره يو لړچاودنې رامنځته کړي خوپه دې کار بريالي نه شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته