کابل/ د سلواغې ٧ / باختر:
د فراه امنيتي منسوبانو پرون دوه تنه د وژنې په تور ونيول .
د فراه د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته وويل: امنيتي منسوبانو د فراه په خاک سفيد ولسوالۍ کې د پټلنو پرمهال هغه دوه تنه نيولي چې يوه ښځه يې په خپل کور کې وژلې او وروسته تښتيدلي وو.
د خبرځاى د څرګندونوله مخې؛ د دغو کسانو نسبتي دوسيې د زياتو څيړنې په موخه له جنايي جرمونو سره د مبارزې لوى مديريت ته استول شوي دي.
\ ذ