امنیت

په فراه کې يوتن د انسان تښتونکو له منګولو وژغورل شو

کابل /د لېندۍ ۳۰مه /باختر
په فراه ولايت کې يوتن دانسان تښتوونکو له منګولو وژغورل شو.
پوليس وايي چې د دغې پېښې په اړوند يې درې انسان تښتوونکي نيولي دي.
د رارسيدلوخبرونوله مخې؛ ٥وسله والوانسان تښتوونکو تېره شپه د فراه ښار يو اوسېدونکى چې عزت الله نومېده وتښتاوه خو امنيتي ځواکونو له نيم ساعت وروسته د عزت الله په ژغورنې بريالي شول او درې انسان تښتونکي يې هم ونيول.
د فراه يو امنيتي خبرځاى باختراژانس ته وويل چې د دوو نورو انسان تښتوونکو د موندلو او نيولو لپاره یې هڅې پیل کړې دي.
د را رسيدلوخبرونوله مخې؛ انسان تښتوونکو غوښتل چې دعزت الله د ازادولو په بدل کې د ده له کورنۍ څخه د پيسو غوښتنه وکړي خو په دې کار بریالي نه شول.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته