اقتصاد

په قندهار کې د لمریزې برېښنا یوه شبکه جوړه شوه

کابل / د وري ۲۹ مه / باختر
په قندهار کې د لمریزې برېښنا یوه شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
دغه شبکه د کلیو د بیارغاونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام په چوکاټ کې د خلکو په غوښتنه په سپين بولدک ولسوالۍ کې جوړه شوه.
د قندهار د کلیو د بیارغاونې او پراختیا ریاست یو مسوول باختر آژانس ته وویل چې دغه شبکه ۱۶ کیلوواټه برېښنا تولیدوي او څه ناڅه زر کورنۍ ترې ګټه اخلي.
د کلیو د بیارغاونې او پراختیا وزارت د دغې شبکې د جوړولو لپاره ۴ میلیونو۴۰۰ زره افغانۍ لګولې دي.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته