کابل، د غبرګولي ۲۵ مه، باختر
د مهترلام ښار په ورزشي لوبغالي کې د لغمان او ننګرهار د پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ سیالۍ ترسره شوې.
یادې سیالۍ چې (د لغمان د شهیدانو په یاد) د لغمان د ورزشي امریت د پهلوانۍ فدراسیون له لوري جوړې شوې وې، د ننګرهار او لغمان اتیا پهلوانانو په کې ونډه اخیستې وه.
د لغمان د پهلوانۍ فدراسیون مسؤل دواجان هدایت وايي، چې د دغو سیالیو موخه د ځوانانو ترمنځ یووالی او ځوانان له نشه يي توکو او ناوړه کارونو څخه مستقیمې لارې ته راکاږل دي.
هغه وویل: اوس چې جنګ او جګړو ته د پای ټکی ایښودل شوی، هڅې پیل شوې چې په ځوانانو کې د یووالي او یوبل زغملو روحیه پیدا شي او هم افغانان په نشه يي توکو له روږدیتوب څخه وژغورل شي.
د یو بل خبر له مخې، پرون هم د مهترلام ښار په سراج کلا کې د والیبال د شپاړلس ټیمونو ترمنځ سیالۍ پیل شوې دي.
دغه سیالۍ چې د لغمان د ورزشي آمریت په لارښوونه پیل شوي دي، موخه یې د لغمان لایتي لوبډلې لپاره د لوبغاړو غوره کول دي.
س.صدیقي