خبرونهټولنه

په لغمان کې د ولسونو په مرسته یو تخریب شوی پل رغول کېږي

کابل، د چنګاښ ۲۸ مه، باختر
د لغمان د عزيزخان کڅ او چارباغ سيمو ترمنځه نښلوونکی پل چې ځینې برخې یې د طبیعي افتونو له امله زیانمنې شوې دي، د ولسونو په مرسته بیا رغول کېږي.
د یاد پل د مالي کمیټې غړي نصیراحمد ملاخېل د باختر آژانس سیمه ييز خبریال ته وویل، چې دغه پل له سرخکانو تر درونټې سیمې، چهارباغ، اومبیړ، عبدالرحیمزي، شهرک، ګمبیري او ډېر نور کلي سره نښلوي خو د طبیعي افتونو له امله یې ځینې برخې زیانمنې شوې دي چې اوس د ولسونو په مرسته بېرته رغول کېږي.
د ملاخېل په وینا، یاد پل (۱۰۰) متره اوږدوالی او (۳) متره پلنوالی لري چې د تخریب شویو برخو پر بیا رغونه یې (۳۰۰۰۰۰) افغانۍ لګښت راځي چې د ولسونو او په بهر کې د مېشتو افغانانو په مرسته جوړېږي.
د سیمو خلک د یاد پل د بیا ترمیم لپاره خوښ دي، هغوی وایي چې د پل په خرابیدو دوی له ګڼو ستونزو سره مخ وو چې اوس به یې یادې ستونزې حل شي، قاري رفیع الله فلاح او توریالی روستم خېل چې د عزیزخان کڅ او چهارباغ سیمو اوسېدونکي دي د ځوانانو له دغه اقدام څخه خوښ دي، هغوی وایي(( دا زموږ وطن دی پر موږ حق لري باید په خپله یې ورغوو )) .
د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم د لغمان عمرزایو سیمه کې ولسي خلکو په خپل شخصي لګښت د یو کانال د جوړونې چارې پیل کړې دي.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته