فرهنګ

په لغمان کې د کتاب اوونۍ ونمانځل شوه

کابل / د غبرګولي ۲ مه / باختر
د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په دغه ولایت کې د کتاب اوونۍ او د موزیم نړیواله ورځ په یوه غونډه کې ونمانځلې.
د باختر آژانس د سیمه ييز خبریال د خبر له مخې؛ په دې نمانځغونډه کې د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس اورنګ صميم د روته غونډو جوړول مهم وبلل او د کتاب او موزیم پر ارزښت یې خبرې وکړې.
په همدې حال کې د فرهنګ او ګرځندوی آمر محمد نادر مخور د کتاب او موزيم پر ګټو خبرې وکړې او په لغمان کې يې د یو شمېر تاريخي آثارو د بيا رغولو زیری ورکړ.
له دې وړاندې هم په زیات شمېر ولایتونو کې د کتاب اوونۍ نمانځل شوې ده.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته