کابل/ د وري ۲۶ مه/ باختر
د لغمان د قرغیو ولسوالۍ په قاضي کلي کې د ولسي تړون پروګرام په آډانه کې د ۵۲۰ متره کانال د جوړولو چارې پيل شوې.
د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزی وايي چې یاد کانل ۵۲۰ متره اوږدوالی ۹۰ سانتي متره لوړوالی لري چې په جوړېدو سره به یې د سیمې ۹۵ سلنه ځمکو خړوبولو لپاره اوبه برابرې شي.
پای/وصال