خبرونهټولنه

په لغمان کې ۵ تنه په ترافيکي پېښه کې ټپيان شول

 کابل، د چنګاښ ۱۴مه، باختر

پنځه تنه په لغمان کې په ترافيکي پېښه کې ټپيان شول.

دغه پېښه نن سهار په اليشنګ ولسوالۍ کې هغه وخت رامنځته شوه چې يو فلا ینکوچ موټر له واټ څخه ووت او يوې درې ته وغورځېد.

د لغمان د ترافيکو مسوول حبيب الله مبارز باختر آژانس ته وويل، په دې پېښه کې د يوه ماشوم په ګډون ٥ تنه ټپيان شول.

په ورته وخت کې روغتیا پالانو د دریو ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی.

د ترافيکو مسوولينو د دغې پيښې علت د موټر چلوونکي بي احتياطي بللې ده.

\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته