کابل، د چنګاښ لومړۍ نېټه، باختر
د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین حافظ محمد حامد حسیب د پاکستان د خیبر طبي پوهنتون له پلاوي سره په غونډه کې د دواړو هېوادونو تر منځ د ګډو اکاډمیکو همکاریو په اړه خبرې وکړې.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت يو شمېر رئيسانو، د علي آباد روغتون رئيس او د افغان نړيوال پوهنتون علمي مرستيال هم ګډون درلود.
د دواړو هېوادونو تر منځ د ګډې علمي همکارۍ په اړه خبرې وشوې.
د لوړو زده کړو وزارت معين د پاکستان د خيبر طبي پوهنتون له پلاوي څخه وغوښتل، چې په طبي برخه کې خپلې تجربې د افغانستان له طبي څانګې سره شريکې کړي.
دغه راز په دې غونډه کې د خیبر د طبي پوهنتون رئیس ډاکتر ضیا الحق او مل پلاوي د ګډو علمي همکاریو او له افغاني لوري سره د خپلو عملي تجربو د شریکولو په برخه کې چمتوالی څرګند کړ.
په همدې ترتیب په دې غونډه کې د علمي همکاریو په موخه، د ګډې کمېټې په جوړولو ټينګار وشو.
ع