خبرونهفرهنګ

په لوګر کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې غونډه جوړه شوه

کابل، د غبرګولي ۸ مه، باختر

د لوګر د خبريالانو د خونديتوب کمېټې غونډه نن د دغه ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس رفيع الله صميم په مشرۍ جوړه شوه.

د باخترآژانس د خبرله مخې؛ په دې غونډه  کې اطلاعاتو ته د لاسرسی، همغږي، همکاري، د رسنیو د جوازونو پر نوي کولو، له اسلامي ارزښتونو سره سم د رسنیو خپرونو، د خبریالانو د خوندیتوب او د خبریالانو پر وړاندې د شته ننګونو د حل په اړه خبرې وشوې.

داسې غونډې په میاشت کې یو ځل د خبریالانو د خوندیتوب، د ستونزو د حل او په اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې د دقيقو معلوماتو د وړاندې کولو په موخه جوړېږي، د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ  رییس رفیع الله صمیم له رسنیو وغوښتل چې له فرهنګي او اسلامي ارزښتونو سره سمې خپرونې وکړي.

نوموړي د خبريالانو د ستونزو اورېدو ترڅنګ له رسنيو وغوښتل چې  د هېواد  ګټو په کتو  خپل رسنیز فعاليتونه ترسره کړي.

دغه راز د زينت راډيو مشر نورالله ستانکزي او د مهال راډيو مسوول او د خبريالانو        د خونديتوب کمېټې مشرخان ولي احمدزي وويل، چې په لوګر کې رسنۍ له  ګڼو اقتصادي  ستونزو سره سره تل هڅه کړې، چې د هېواد له ملي ګټو او اسلامي ارشاداتو سره سم معلومات وړاندې کړي او اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې  د حکومت د زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه

په دې غونډه کې محمد عارف وياند  په لوګر کې د افغانستان د رسنیو د بنسټ د با صلاحیته استازي په توګه معرفي شو چې د بیان د ازادۍ د ترلاسه کولو، د خبریالانو         د حقونو د تامین او د خبریالانو پر وړاندې د پرتو خنډونو د لرې کولو په برخه کې د خبریالانو او رسنیو ملاتړ کوي.

د غوندې په پاى کې د دولتي ادارو وياندويانو له رسنیو سره د لا زیاتو همکاریو ژمنه وکړه. \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته