روغتیا

په لوګر کې په کروناویروس د اخته کسانو شمېر مخ په زیاتېدو دی

کابل / د غبرګولي ۲ مه / باختر
د لوګر د عامې روغتیا ریاست مسوولینو په دغه ولایت کې د کووېډ- ۱۹ د پراختیا خبر ورکړ.
د لوګر د عامې روغتیا د سرویلانس مسوول ډاکټر صفي الله ناصري باختر آژانس ته وویل چې د تېرو دوو ورځو په بهیر کې په لوګر کې څه دپاسه ۶۰ تنه په کروناویروس اخته شوي دي او د مړينې شمېر یې هم څو برابره زیات شوی دی.
هغه زیاته کړه چې د کروناویروس خپرېدل پراخ شوي دي او خلک باید روغتیايي ټکي په پام کې ونیسي.
ناصري وویل چې د کروناویروس د خپرېدو له پیل څخه تراوسه، ۹۵۵ کسان په لوګر کې په دغه ویروس اخته شوي دي چې ۷۲۱ تنه یې روغ شوي او ۴۲ تنه نور یې مړه شوي دي او تراوسه څه د پاسه ۴ زرو ۱۴۲ مشکوکې پېښې ثبت شوې دي.
په لوګر کې د کووېډ-۱۹ ناروغانو د درملنې لپاره یو ۳۰۰ بستریز روغتون شتون لري چې په کروناویروس یوشمېر اخته کسان پکې بستر دي.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته