ټولنه

په لویدیځه حوزه کې د یوناما د دفتر رییسه: د افغانستان خلکوته د بشردوستانه مرستو د جذبولولپاره هلې ځلې کوو

کابل / د لړم ۳ / باختر
په لویديځه حوزه کې د یوناما دفتر رییسه د هرات د اطلاعاتواو فرهنګ ریاست له سرپرست سره په کتنه کې وویل چې دافغانستان د خلکوپه تېره بیا د لویدیځې حوزې له خلکو سره به د بشردوستانه مرستود جذبولولپاره هلې ځلې به وکړي.
د باخترآژانس د خبرله مخې، د هرات د اطلاعاتواو فرهنګ ریاست سرپرست مولانا نعیم الحق حقاني په لويدیځه حوزه کې د یوناما دفترله رییسې آرزو هتاکوي سره په کتنه کې په لویدیځه حوزه کې د دغه دفتر له مجدد فعالیت څخه هرکلی وکړاو د مرکزي مقاماتو د پالیسی په مطابق د موسسو د فعالیت پردوام ټينګاروکړ.
مولانا حقاني د اسلامي فرهنګ مطابق د بنسټیونو ، مدني ، تعلیمي ، تحصیلي او ورزشي فعاليتونو پرساتنې ټينګاروکړاو ملاتړيې وکړ.
په لويدیځه حوزه کې د یوناما دفتررییسې د ژمې په رسېدوسره ژمنه وکړه چې د افغانستان د خلکوپه تېره بیا د لويدیځې حوزې له خلکوسره د بشردوستانه مرستو د جذبولوپه برخه کې به هلې ځلې وکړي.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته