خبرونهاقتصادټولنه

په مالیې وزارت کې په تېرو شپږو میاشتو کې ۷۳۴ کارکوونکي ګومارل شوي دي

– کابل – د ثور لومړۍ – باختر
د افغانستان اسلامي امارت مالیې وزارت په تېرو شپږو میاشتو کې د خپلو لاس ته راوړنو راپور خپور کړ.
له مالیې وزارت څخه باختر آژانس ته په رارسېدلي راپور کې ویل شوي دي چې دغه وزارت د بشري سرچینو په برخه کې د کاري خلا ډکولو او هېوادوالو ته د غوره او په وخت خدمتونو وړاندې کولو په موخه په تېرو شپږو میاشتو کې د وزارت اړوندو برخو کې ۷۳۴ لوړ او ټیټ رتبه تشو بستونو ته مسلکي او ژمن کارکوونکي ګومارلي او ۲۴۱ لوړ او ټیټ رتبه کارکوونکي یې د اداري اړتیا پر بنسټ تغییر او تبدیل کړي دي.
همدا رنګه یاد وزارت د متخصصو کارکوونکو د ګومارنې په برخه کې وکولای شول چې د متخصصو (NTA) ۱۵۰ کارکوونکو معاش، د (NTA) معاش د نوې طرحې اړوند معیاري کړي، له مرکې وروسته ۲۰ نوي کارکوونکي وګوماري او د ۲۰۰ بالمقطع کارکوونکو معاش د نویو مقرریو له نورم سره برابر کړي.
د مالیې وزارت په راپور کې ویل شوي دي چې دغه وزارت په همدې موده کې، د۶۸۰ نویو ګومارل شویو کارکوونکو د سوانحو دفتر ترتیب کړی او ۱۰۰ هغه کارکوونکي یې تقاعد کړي چې د قانون مطابق تقاعد ته برابر وو.
دغه راز په یاده موده کې د ۲۴۰ کارکوونکو د حاضرۍ سیسټم برېښنایې شوی او په مرکز او ولایتونو کې د مالیې وزارت نویو ګومارل شویو کارکوونکو ته د هویت ځانګړي کارتونه چاپ او وېشل شوي دي.
همدارنګه د مالیې وزارت د بشري سرچینو ریاست وکولای شول چې په یاده موده کې د مرکز او ولایتونو په کچه د ۲۵۲ کارکوونکو لپاره د مسلکي او مدیریتي زده کړو پروګرام ترسره کړي او ۲۵ تنه یې د ماسټرۍ زده کړو په موخه د مرکزي آسیا هېوادونو ته ور وپېژني.
د مالیې وزارت مسوولین وایي چې اوس د دغه وزارت په عایداتي برخو کې فساد صفر ته را ټیت شوی او ملي عواید د واحد حساب له لارې بیت المال ته راټولېږي او په مصرف رسېږي.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته