خبرونهروغتیا

په منګجک ولسوالۍ کې یو روغتیايي کلینیک ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

کابل، د غبرګولي ۱۴ مه، باختر

د جوزجان په منګجک ولسوالۍ کې یو روغتیايي کلینیک نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د جوزجان د عامې روغتیا سرپرست قاري عبدالغني صمیم د باخترآژانس خبریال ته وویل، چې د دغه کلینیک ودانۍ د راه مدنیت خیریه بنسټ په مالي لګښت د یو میلیونو ۸۰۰ زرو افغانیو په لګښت په یو پوړ کې جوړ شوی دی.

د هغه د څرګندونو له مخې، د دغې ودانۍ په پرانیستلو سره د روغتیا او د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د منګجک ولسوالۍ د اوسېدونکو ستونزې تر یوې اندازې حل کېږي.

د جوزجان د عامې روغتیا سرپرست د راه مدنیت له خیریه بنسټ څخه مننه وکړه او د دغې ولسوالۍ له اوسېدونکو څخه یې وغوښتل چې د دغه کلینیک د څارنې او ساتنې په پار له هیڅ راز هڅو ډډه ونه کړي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته