ټولنه

په مومند درې ولسوالۍ کې یو استنادي دېوال جوړېږي

کابل / د غبرګولي١٠مه / باختر
د ننګرهار په مومند درې ولسوالۍ کې د نږدې ۲۰ میلیونو افغانیو په لګښت د استنادي دېوال په جوړېدو سره به ۱۲۵جریبه کرنیزه ځمکه او لسګونه کورونه د سېلاو له خطر څخه وژغول شي.
ياد دېوال ۵۱۲ متره اوږدوالی لري چې د مومند درې ولسوالۍ ۱۰۳۸ اوسېدونکي به ترې ګټه واخلي.
د ننګرهار د کلیو د بیارغونې او پراختیا رييس انجنیر امان الله میاخېل وايي چې دغه دېوال د ۱۹.۶ میلیونو افغانیو په لګښت رغول کېږي چې ۷۰ سلنه چارې یې بشپړې شوې دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته