خبرونهټولنه

په میدان وردګو او تخار کې اړمنو کورنیو مرستې ترلاسه کړې

کابل/ د وري١٦ مه / باختر

د الهدا خیریه  بنسټ په میدان وردګو کې پر سلګونو اړمنو کورنیو مرستې ووېشلې.

د میدان وردګو والي حافظ محمد امین عمري د دغو مرستو د وېش په مراسمو کې له مرستندویو بنسټونو او خیریه موسسو وغوښتل چې له اړمنو کسانو سره  لا ډېرې مرستې وکړي.

په مرسته کې الهدا خیریه  بنسټ پر۸۰۰ کورنيو جامې، غوړي، لوبيا، دال، چاى او اوړه ووېشل.

په ورته وخت کې افغاني سرې میاشتې ټولنې په تخار کې پر څه د پاسه ۵۰۰ اړمنو کورنیو د خوراکي توکو مرسته ووېشله.

 

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته