خبرونهټولنه

په میدان وردګو کې د څه د پاسه ۴ میلیونو افغانیو په لګښت د اوبه زېرمه جوړېږي

 کابل، د چنګاښ ۶ مه، باختر

د میدان وردګو په جغتو ولسوالۍ کې د ۴.۳ مېلیونه افغانیو په لګښت د څښاک اوبو رسولو د یوې شبکې د رغولو چارې پیل شوې.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د اوبو رسولو او روغتیا ساتنې پروګرام تر چتر لاندې د میدان وردګو ولایت، جغتو ولسوالۍ په عبدالرحيم خېلو کلي کې د څښاک پاکو اوبو رسولو یوې شبکې د رغولو چارې پیل شوې.

ياده شبکه د یونیسف په مالي لګښت د پنځو میاشتو په موده کې د ٤.٣ میلیونو افغانيو په لګښت رغول کېږي، چې پر مټ به یې د دغه ولسوالۍ ١٩٠ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شي.

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په زیات شمېر سیمو کې لا هم ډېر شمېر کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.

س.صدیقي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته